------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ شهریور ۱۳, جمعه

د"افغان هويت": بله توكميزه ډنډوره


غرزی «لایق»


په اوسنى افغانستان كى د مختلفو وطنى دندو د وړاندى كيدو پر محال د توكمونو د ځينو سوادلرونکو او د قلم خاوندانو له لوري د "هويت" مساله د شننى ډگر ته د توكمپالنې پر سينگار شویو قالبونو او تركيبونو كى د قومونو د يووالي د ورانولو په موخه د رسنيو په څپو كى پر له پسى خپريږى. د توكمونو د گټو د دفاع د پردى تر شا د "هويت" د احساسى او نندارہ يز بيانول د افغانستان د توكمونو او اتنيكى جوړښتونو ترمنځ د ورورگلوۍ او يووالي بنسټونو ته سخت زيان رسوى. د "هويت" مساله په ميكانيكى توگه د څو تكرارى ویینو په گردان كى زموږ د دوران د بحثونو ډگر ته وړاندى كيږى او د هويت پالنى په ناروا وړانديزونو كى بیا افغانى "هويت" ته تاوان رسوي. 

په قدرت او پانگه کې د توكمونو مساله او دهغوى ځاى او برخه د افغانستان د دولتونو بنسټیزہ دنده جوړوى او بايد د قانون له لارې تأمين او ضمانت شى. يوازى مدنى دولتونه كولاى شى چى د شهروندى حقوق او ارزښتونه د قانون له لارې تامين كړي. هره هغه ناره چى د قانون د احكامو له چاپيريال څخه بهر وي، د نادانۍ او هان د غرض بيلگه بلل كيږي او د بدعت او شرارت معنا وركوي. 
د برښنايي پيژندپاڼو د ویش جاري كول يو ځل بيا د ځينو سواد لرونكو وطنوالو د قلم او شعار تر يرغل لاندې راغلي او ددغې مهمى پروژى په بهانه د افغانستان تاريخ او هويت او د توكمونو وياړنې او سرلوړي بيا د ناجايزه او غير اخلاقى بريد ښكار شوى دہ. په دا رنگه بحثونو کې چى د مدرنو بريښنايى رسنيو په څپو كى بازار ته وړاندى كيږى، په ښكلیو او له مهارت نه ډكو ليكنو په ظريفانه توگه د افغانستان پر تاريخ او هويت باندى د ترديد گوته نيول كيژى. د دى مبارزى تيره اړخ بيا هم د افغانستان د توكمونو پر لوري برابر شوى او داسى استدلال كيږى چى گواکې پښتانه د هيواد د ټولو بدبختیو او تاو تريخوالى عامل دي. 

ځينى كسان د دموكراسۍ او آزادۍ تر پردې لاندې، د افغانستان د شتون پر بنسټونو باندې د گوزار په وسيله غواړي چې د دې سخت مهال سيلاب په بهير كى د خپل كوچني توكم او هان كورنۍ او کلي گټو ته د رسيدو په خاطر د افغانستان د سنتى جوړښتونه او گډې تأريخى لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي. دوى په غير علمي او نامستندو ليكنو او خبرو كې د افغانستان د دولت جوړيدل يوه استعمارى پديده گڼى، د افغانستان نوم او هويت پردى بولي او د افغان په هويت شرميږى. دوى د افغان تر نامه د پښتنو وياړلي تأريخ او سرښيندنو ته په سپكه سترگه گوري او هان پښتانه د دى خاورې په بچيانو كې نه شميري. 

د مدرنو او لوكسو خبرو او ليكنو تر پردې لاندې هغه توكمپالې او سكتاريستې څيرې ځاى په ځاى شوي دي كومې چى اكثرو یي هان د لویدیځو هيودانو په ښوونځیو كې درسونه ويلي او د رسمى سندونو ډیگري گانې لري او د پوهنى د القابو خاوندان هم دى. دا رنگه "پوهان" د وطن په روڼ اندو ليكو كى يووالى او اعتماد تخريبوي او د وطن د تجزيې ملا يى تړلې دہ. 

افغانستان او د افغان هويت د دې وطن د پيچلیو تأريخى او ثقافتى پړاوونو پایله ده چى اوس اوس په ملى او نړیوال ډگر كى قانونيت او رسميت ته رسيدلى ده. په موجوده جغرافيا كى چى موږ په كى ژوند كوو افغانستان نوميږى او اوسيدونكو ته یې افغانان ويل كيږى. د افغانستان اساسى قانون دې ته حقوقى او قانونى بڼه وركړى ده. افغانستان په نړیوالو اړیکو او د دولتونو تر منځ حقوقو كى د یو دولت په حیث يوہ منل شوې او تثبيت شوې حقوقى څيره ده. ټولې نړیوالې راکړې ورکړې، دندې او وجیبې د افغانستان په نامه عملى كيږى. 

دا چى د افغان هويت د الكترونيكى پيژندپاڼو په مندرجاتو كى ثبتيږى او كه نه، افغانانو ته اصولى او بنسټيز ارزښت نه لري او د افغانستان پر لرغوني نوم او هويت باندى بې اغيز دي. وروستۍ شخړې چى د څو توكمپالو څيرو او جوړښتونو په ذريعه یې د ټولنيزو رسنيو هيندارې مكدرې كړي دي او په ټولنه كى د بى باورۍ او نفاق زړي كَري، د ټول افغان د روڼ اند بهير سره هيڅ اړيكي نه لري او يو پخپل سر، مشكوك او غير افغانى خوځښت دى.

هغه ډلې او څيرې، كومې چى د احساساتو له مخې او د تعقل نه لرى په الكترونيكى تذكرو كى د افغان د هويت د نه ثبتولو په پلمه د افغانستان دولت چلنج ته رابولي او دولت، قانون او ثبات ته گواښونه كوى، د توكمپالنى د مډال هغه بل مخ جوړوي، كوم چى په د افغان هويت ته د شك په سترگه گوري. دغه كسان په هيڅ ډول د ټول افغان د روڼ اند بهير او منورينو استازيتوب نه شى كولاى او ددى حق او صلاحيت نه لرى چى خپل فردى ذوق او شوق او يا هم مأموريت او معذوريت د يو ستر او وياړلي توكم تر نوم لاندى بازار ته د سودا لپاره وړاندې كړى. "پښتون مشربي" او د پښتنو د حقوقو د دفاع په پلمه حاكميت او قانون ته گواښ او تهديد او د نورو توكمونو سپكول د پښتون توكم په وياړلي تأريخ كى هيڅ سابقه نه لري او هغه څيرې او جوړښتونه چى ددې روحيى او شعارونو تر اغيز لاندې د افغانستان د سياستونو ډگر ته لاره خلاصوي، پايښت او دوام نه شي موندلاى. 

هر هغه افغان دښمنه حركت چى د افغانستان د خلكو او توكمونو يووالي او ورورۍ ته د صدمى رسولو په نيت پیل شوى وي، كه د پښتون او يا غير پښتون له دريځ څخه مطرح شى، پاى به يې دوى ته يوازى رسوايي او ذلت ور په برخه كړى!