------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

دننګرهار پوهنتون ۵۰ تنه محصلین ونیول شول !

ضیاء بومیا 


له ننګرهار پوهنتون څخه یو تن محصل دټلیفون په کرښه وویل چی تیره شپه ناوخته دملی امنیت ځواکونو دننګرهار پوهنتون په لیلیه کی چاڼیزعملیات تر سره کړل ، چی په ترڅ کی یی ویل کیږی شاوخوا پنځوس تنه محصلین نیول شوی دی .

په یادو محصلینو تور دی چی دڅو ورځو وړاندی په هغه مظاهره کی یی ګډون کړی وو کوم چی پکی دداعش ، طالبانو او اسلامی حزب بیرغونه پورته شوی او دیادو ډلو په ملاتړ شعارونه ورکړل شوی وی وو.
دیادی مظاهری ګډونوالو چی د ګڼوو یی مخونه هم پټ وو دجمهوریت په ضد او دامارت په پلوی شعارونه ورکړل شوی وو چی په رسنیو کی هم کټ مټ خپاره شوو.
خو وروسته بیا په سیاسی حلقاتو کی دډیر تند عکس العمل سبب وګرځیدل او دولت یی په یو ځه کولو مجبور کړ.
محصلین وایی، داسی ویل کیږی چی نیول شوی محصلین دهغه لیست له مخی وړل شوی ، کوم چی دملی امنیت له لوری چمتو شوی وو، خو لا تر دی دمه مالومه نه ده چی رښتیا هم همدا پنځوس تنه وړل شوی دی که نه شمیر له دی زیات او یا کم دی .