------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

د منصور د پلوي طالبانو په غونډه کې زوروې انتحاري حملې

خبر وایی چه په دی حمله کی کابو ۷۵ تنه طالبان وژل شوی دی.


تاند- د راپورونو له مخې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د انشعابي ډلې یوه غړي پرون /دوشنبه/ په زابل ولایت کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې په غونډه کې ځانوژونکې حمله وکړه او له ځان سره یې په لسګونو منصوري طالبان ووژل.

د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو د ډلې مرستیال او ویاند ملا عبدالمنان نیازي رسنیو ته وویل چې په دې حمله کې لږترلږه ۷۵ تنه وژل شوي دي.

نیازی وايي چې دا برید په داسي حال کې وشو چې د منصور پلوی طالبانو غونډه لرله. د ده په وینا په وژل شویو کسانو کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې د زابل ولایت امنیتي مسوول هم وژل شوی او د زابل لپاره د دوی والي ټپي شوی دی.

خو د اختر محمد منصور ډله بیا په زابل کې پر خپلو پلویانو د مقابل لوري حمله ردوي او وايي چې کومه حمله نه ده شوې.