------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

به بروت هیأت کابل، یک پیاز هم خرد نکردند!



تاند- د عوامي نشنل ګوند د اطلاعاتو عمومي ريیس زاهد خان د دوشنبې په ورځ د عمران خان د تحریک انصاف ایالتي حکومت په دې وغانده چې د مېلمستون د رسمي پرانستنې لپاره د افغانستان د ملي شورا او کابینې غړیو ته اجازه نه ورکوي.

زاهد خان نن /دوشنبه/ د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د ملي شورا او کابینې یو شمېر غړي پېښور ته راغلي چې د پخواني صوبايي وزیر او د عوامي نشنل ګوند غړي افضل خان لالا پر مړینه غمرازي وکړي، خو د تحریک انصاف ګوند حکومت د دوی هرکلی ونه کړ چې دا د پښتونولۍ او پښتني کلتور خلاف کار دی.

زاهد خان وویل، د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر پروېزخټک اجازه ورنه کړه چې مېلمستون رسماً پرانستل شی.