------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

په څه شي فخر؟

مجید قرار


وایي زه په دې فخر کوم چې زه پښتون یم، یا هزاره یم، یا تاجیک یم. هلکه د څه شي فخر؟ په دې کې ستا څه کمال دی چې خدای پښتون یا هزاره پیدا کړی یې؟ اوس په پښتونوالي فخر کوې که جټ خدای پیدا کړی وای، بیا به دې په جټ والي فخر کاوو؟ د څه شي فخر؟ چې په یو څه کې نه ستا اراده وه، نه ستا کمال و، نه ستا هڅه وه، نه ستا ابتکار و، په هغه شي څنګه فخر کوې؟ ستا څه خیال دی چې له پښتنې مور او پښتانه پلاره دې عرب پیدا وای؟

او بله دا چې پښتانه یا تاجک، یا هزاره دې څه کړي چې څوک فخر پرې وکړي؟ هزاره دې په مریخ غوندې ولایت کې اوسېږي، د باز سترګې ولا که یوه تاکۍ اوبه پکې پیدا کولای شي. پښتون دې تر اوسه ځمکه د غوایي په یویه جوړوي او بې ادبي معاف، اودس په لوټه وچوي. تاجیک دې په ټول تاریخ کې یو تلخان اختراع کړی دی، هغه هم نیمې خاورې وي. اوزبک دې په اوړي کې چپنه اغوستې وي، وچ کلک تخته دی چې دا په ګرمي کې سړی له ګرمي ساتي.

یو دین لرئ، هغه هم خدای پاک له اسمانه درته را ښکته کړی، او په هغه مو هم ولا که سر خلاصېږي، یو یو اتڼ او قطغني لرئ، په هغه پسې هم خپله وایاست چې د اتڼ څه زده کېده دي، خو د کونې ښورېده دي. نور نو ته او خدای ډنډکی د خوراک شی دی، که د لاندې بوینه غوښه او که مو بزکشي کومې لوبې ته ورته ده؟ سل سل ګزه بګړۍ په سروئ، یو ګز د بګړۍ تکه مو په دې زر کاله کې نه ده تولید کړې.

په ایمان یې و وایاست چې په دې شل شل پاڼو شعري مجموعو مو د کوم ټالیب یا داعشي زړه نرم او عاطفه انساني کړه؟ بس بدني عیاشي نه در رسېږي، نږه ذهني عیاشي مو پیل کړې ده، کوم کار چې خلک په لاس او لمس کوي، تاسې یې په احساس او تخیل کوئ.

د تاریخ پاڼې دې ټولې په وینو ککړې دي. په دې دوو منارونو چې په جام او غزني مو ولاړ دي اوس څه وکړو؟ سر ته یې ور وخېژو، اذانونه پکې وکړو؟ ورنه را ټوپ کړو، خودکشي وکړو؟ څه پرې وکړو؟ د قبرونو په قبو څه وکړو؟ سمه نقشه پرې راشي، د یوه قبر لپاره یې خرابه کړو، او اوازه ګډه کړو چې په دې نامتو باندې بلدوزر کار نه کوي. د حضرت عمر رضی الله عنه په ژوندي وجود باندې خنجر کار کاوو، د ده نامتو په مړه قبر بلدوزر کار نه کوي.

بس یاره، هاغه مو تاریخ دی، دا مو وچه، سپېره، بې بوټي، بې زنده سره مو جغرافیه ده. حلال حیوانات خوارکیان خو څه کوې، مردارې ګیدړې مو لا ټولې د یوه زر روپۍ وال پوستکي لپاره مړې کړې.

ما خو ولا که په دې دومره اختراعاتو او پرمختګونو سربېره له انګرېز، یا جاپانی، یا جرمنی، یا فرانسوی، یا امریکایي اورېدلي وي چې وایي زه هغه انګرېز یم، تا ته یادې افسانې زما.

راځئ افتخارات یواځې په خپلو حقیقي شخصي لاسته راوړنو منحصر کړو. که مو خپله کومه جایزه ګټلې وي، کومه اختراع کړې وي، کوم ابتکار کړی وي، بیا هم کوشش وکړئ چې تر خپله وسه داسې فخر ونکړئ چې نور پکې خراب کړئ.

نور نو هسې ځان ته د چا مه در پام کوئ. عجیبه ښه د نړیوالو نه دی در پام، که یې در پام شو چې تاسې اوس هم په سلطان محمود فخر کوئ، ولا که هندوان دغه څلور الوتکي هم درکړي، درته وایي به چې ځغلئ، دومره تکړه یاست، د غزني په پښانو هلي کوپترې یا په صدیق افغان باندې بندونه جوړ کړئ.

که زما منئ، دا د افتخار افتخار خبرې پرېږدئ، شرم مو را خوندي کړئ، ماشومان مو د یونان او ترکیې په سواحلو کې له غرقېدلو را وګرځوئ، هغه یو سل څلور کلنه انا مو بیرته وطن ته را ستنه کړئ چې په ارذل العمر کې مو بېچونه پرې ولیدل. هلته خو نه تاجک، نه پښتانه، نه هزاره او نه اوزبک یاست. هلته خو د وروسته پاتې هېوادونو بې وزله سوالګر کډوال یاست.

هماغه تواضع چې هلته پردیو ته کوئ، دلته یې خپلو ته وکړئ، خپل هېواد به مو جرمني او اطریش شي.

خدای مو پوه کړه نو.