------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

دستور تهیه 200 تابوت برای شهدای هلمند

فاجعه هلمند؛ زخمی بر زخم های افغانستان


تاند- په داسي حال کې چې چارواکي وايي، سنګین ولسوالۍ ته یې کومکي ځواکونه استولي، د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان، چې له څو ورځو راهیسي د طالبانو له لوري محاصره دی، حکومت ته خبر ورکړی چې ۲۰۰ قبرونه وکیني.

د هلمند والي نن /چهارشنبه/ وویل چې کومکي ځواک سنګین ته روان شوی څو په دې ولسوالۍ کې کم شمېر محاصره پولیس وژغوري.

خو په سنګین کې شاوخوا دوه سوه کلابند پولیس، چې د خوړو او وسلو د کموالي ستونزه لري، ډېره هیله من نه دي چې کومکي ځواک دې په خپل وخت ورورسېږي.

وسله والو طالبانو نن وویل چې د دوی له لوري د امنیتي ځواکونو محاصره دوام لري او ژر به دولتي ځواکونه تسلیم شي.

د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سنګین امنیه قوماندان محمد داوود د هلمند والي میرزاخان رحیمي ته ټېلفون کړی او ورته ویلي یې دي چې له دوی سره نه مرسته د افسوس وړ ده.

ده په دې هم خواشیني څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت او نړیوالو متحدانو یې ۲۰۰ سرتېري په میدان پرې ایښي او په غم کې یې نه دي.

قوماندان داوود، والي ته دغه راز ویلي چې ۲۰۰ قبرونه چمتو کړي.

د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې تېره شپه طالبانو د سنګین ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ پر ودانیو د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې او دواړو ودانیو ته یې زیات زیان واړاوه.

په سنګین ولسوالي کې د ولسوال له دفتر او امنیه قوماندانۍ پرته نورې سیمې وسله والو طالبانو نیولي دي.

د ډېرو په باور د سنګین سقوط به د لشکرګاه په شمول پر ټول هلمند د طالبانو کنټرول ته لاره هواره کړي.

د سنګین سقوط به پر حکومت او نړیوالو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو باور هم کم کړي.

په همدې حال کې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس وايي چې سنګین ته کومکي ځواک رسېدلی دی.

پرون چارواکو وویل چې د ملي اردو الوتکو له هوا څخه په سنګین کې محاصره شویو ځواکونو ته خواړه او مهمات غورځولي دي.