------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

هلیکوپترهای ناشناس، افراد نقاب پوش را پیاده کردند.

نشرکننده: تارنمای روهی

د سیمي اوسیدونکي وايي2 چورلکو مازدیګر مهال د تور غره په سیمه کي ناسته کړې  او له چورلکو یې داسې وسلوال ښکته کړي دي، چې مخونه یې پټ وو.
د ننګرهار د ولایتي شوار رییس هم وايي د یادي سیمي اوسیدونکو ورسره تماس نیولې  او ویلي وو چي یادي سیمي کي چورلکې ښکته شوي دي  او د تورو لباس کسان يې ښکته کړي دي.
د ننګرهار والي وايي د ایساف ځواکونو ترانسپورتي چورلکو په یاده سیمه کي بیړنۍ ناسته کړې خو له چورلکو د کسانو ښکته کیدل نه مني
د سیمي اوسیدونکي وايي یادو چورلکو د هجرت کلي اړوند د تور غره په سیمه کې ناسته کړې او له چورلکو په تور لباس سمبال کسان یې دیسانت کړې دي.
دوی وايي مازیګر مهال وو چي یاد چورلکو ناسته وکړه، موږ  پروخت   ولسوالۍ ته د چورلکو دناستې خبر ورکړ.
ددغي ولسوالۍ یو قومي مشر وايي له هغې وروسته، چي په سیمه کي چورلکې ښکته شوې  د شپي ناوخته ولسونو ته وسله والو طالبانو تماسونو نیولي وو او پوستنه يي تري کړه وه، چي داعش سیمې ته راغلی دی ولسونه له موږ سره څه مرسته کولای شي ؟
د ننګرهار ولایتی شورا رییس وايي هغه وخت چي د سره رود ولسوالۍ په هجرت کلي چورلکو ناسته کړی وه د سیمي اوسیدونکو ورته ویلي وو چي له چورلکو تورلباسي کسان ښکته شوي.
احمد علي حضرت وايي تر اوسه ولایتي اداري په دي برخه کي څه نه دي کړي خو نوموړي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چي ننګرهار ته دې  د یادي مسلي د څیړلو لپاره یو باصلاحیته پلاوی راواستوي، چې دپېښې په اړه څیړنې وکړي.
اخوا د ننګرهار والي هم مني چي په د بهرنیو ځواکونو ترانسپورتي چورلکي د سره رود په هجرت کلي کي ناسته کړي.
دیادونې ده، چې په تیرو څوکلونو کې دا ډول خبرونه خپریږي، چې الوتکې جنګیالي لیږدوي او په لوی لاس پرې امنه سیمې ناامنه کوي.