------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

پیوند آلت تناسلی از یک فرد به فرد دیگر

تاند- د امریکا په بالتیمور کې د جان هاپکنز پوهنتون ډاکتران د لومړي ځل لپاره یوه نارینه ته جنسي اله پیوندوي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د هاپکنز پوهنتون څېړونکي ډاکتران د افغانستان په جګړه کې یوه امریکايي عسکر ته، چې تناسلي اله یې د بمي چاودنې له کبله له منځه تللې ده، بله تناسلي اله پیوندوي.

دوی هیله لري چې که یې دا جراحي عملیات بریالي شول نو ګڼو نورو خلکو او په ځانګړي ډول د جګړې په لړ کې د دې ډول ټپیانو درملنې ته به لاره هواره شي.

په دې يلاستیک جراحي عملیاتو به ۱۲ ساعته وخت ولګېږي.

نیویارک ټایمز وايي چې ډاکترانو د ژوبل شوي عسکر نوم نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې ده ته د یوه بل سړي، چې د خپل بدن ټول غړي یې عطیه کړي دي، تناسلي اله پیوندېږي.

ډاکتران وايي چې په پیوندي تناسله اله به د دوی د جراحۍ تر چاړو لاندې ناروغ ادرار کولی شي، پوره احساس به لري خو دا چې جنسي مقاربت به پرې کړلی شي او کنه، دې پوښتنې ته لا ځواب نه شي ویلی.

دوی دغه راز ویلي، د دې لپاره چې د دغه عسکر بیضې له منځه تللي، هیڅکله به د اولاد خاوند نه شي.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ ۱۳۶۷ تنه سرتېري د جګړې په ترڅ کې د تناسلي الو په برخه کې ټپیان شوي دي.

په جان هاپکنز پوهنتون کې د پلاستیک جراحۍ پروفیسر ډاکتر ډبلیو. پي اندریو لي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، هغه کسان چې د تناسلي الو په برخه کې ټپیان شوي، نسبت هغو کسانو ته چې د بدن کوم بل غړی یې قطع شوی وي، زیاته روحي ستونزه لري.

ده همداراز ویلي، د دې ډول ټپونو په اړه لږ څه اورېدل کېږي خو عملاً د انسان پر روحیاتو زیات منفي اغېز لري.

په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د نارینه د تناسلې الې بریالی پیوند سږ کال د جنوبي افریقا په پلازمېنه کیپ ټاون کې وشو.