------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

دکترغنی به ظفرهاشمی: چه کله کشک داری، برو بیرون!

تارنمای روهی


له ولسمشر اشرف غني سره د فرانسې په پلاوي کې یو ګډونوال روهي ویبپاڼې ته ویلي دي، چې  د پاریس د غونډې په څنډه کې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره ۱+۱ ناسته درلوده، دواړه مشران یو ځانګړې خونې ته ننوتل، چې دا مهال د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفرهاشمي هم هڅه کوله، چې د دواړو مشرانو  دخبرو پرمهال خونې ته ننوځي، چې ولسمشر ورته په غوسه شو او ورته یې وویل: کله کشک دې شروع کړی دی، ووځه، چې بیا دلته رانه شې.
سرچینه وايي: ظفرهاشمي بیا له مخه تنظیم شوو غونډو کې برخه نه اخسته، د نوموړي په اړه ویل کیږي، چې له ارګ څخه مهم مالومات د نورو خلکو په واک کې ورکوي.
دا هم د یادونې ده، چې د فرانسې په سفر کې ولسمشر داوود سلطان زوی ته هم غوسه شوی دی، ځکه نوموړي د ولسمشر د سپرلۍ الوتکه چارټر کړې وه او فرانسې ته له ټاکل شوي وخت دوه ساعته وروسته رسیدلی دی، چې د ولسمشر د لیدنو او کتنو پروګرام یې یو څه ګډوډ کړې و.