------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

گروه «مرگ» درشمال ظهور کرده است.

گفته شده که گروه مرگ که برضد داعش سازماندهی شده، به وسیله عطا محمد «نور» رهبری می شود. اما منابع نزدیک به والی بلخ درین باره خاموش اند. شاید گروه مرگ، همان «جنگجویان آزادی» باشد که در شمال تشکیل شده است.


 د افغانستان په شمال کې د مرګ په نوم غیرقانوني وسله والې ډلې د داعش یا اسلامي دولت پر ضد له روسیې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

دې ډلې، چې ادعا کېږي د بلخ د والي عطا محمد نور له لوري جوړه شوې، د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي چې د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته به د افغانستان د حالاتو خرابوالی دوام وکړي او په دې هیواد کې به د داعش غړي ممکن په بل ګام کې روسیې ته مخه کړي.

د مرګ په نوم ډله د سږ کال په لومړیو کې د هیواد په شمال کې جوړه شوه.

د روسیې سپوټنیک اژانس په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې نن /پنجشنبه/ ویلي چې د مرګ د ډلې یوه مشر مهدي یار ورته وویل:«د طالبانو یا داعش په اړه چې کوم معلومات موږ لرو، تاییدوي چې که تروریستان خپل هدفونه پوره کړي، بیا دا بیخي ممکنه ده چې دوی اسلامي امارت جوړ کړي او هاله له افغانستانه د جمپ د تختې په توګه د منځنۍ اسیا په هیوادونو او روسیې کې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره کار واخلي.»

مهدي یار همداراز وویل چې د منځنۍ اسیا هیوادونه لکه ازبکستان او تاجکستان د داعش له لوري په خطر کې دي او له هغه ځایه کېدای شي د روسیې لور ته مخه کړي.

په وروستیو کې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي روسي چارواکو مسکو ته وروبلل او له هغوی سره یې بې له دې چې د افغانستان له مرکزي حکومت سره مشوره وکړي، په خپل سره د داعش پر ضد د هڅو او د مسکو د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

په عین وخت کې داسي ناتایید شوي راپورونه هم شته چې روسي چارواکو د داعش د مخنیوي لپاره له افغان طالبانو سره پټ تماسونه نیولي دي. دې ته ورته هڅه د ایران حکومت او سپاه پاسداران هم کړې وه.

افغان چارواکي تاییدوي چې ایران په فراه او زابل ولایتونو کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره افغان طالبانو ته وسلې او پیسې ورکړي دي.