------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ دی ۱۹, شنبه

بغلان، جای وزیرستان را میگیرد.

خبرگزاری تاند از بغلان گزارش کرد.


د بغلان مدني فعالانو او قومي مخورو د مرکز پلخمري په شاوخوا کې د طالبانو له پراخ فعاليته اندېښنه ښودلې ده. هغوی حکومت تورن کړی، چې په دې ولايت کې د يوې غميزې رامنځته کولو ته شرايط برابروي.

مدني فعالانو د پلخمري ښار اړوند ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمې د طالبانو د پراخ شتون له امله په دويم وزيرستان نومولې دي او زياته کړې يې ده، چې طالبانو د دې سيمو په لوړو ځايونو کې کلکې پوستې جوړې کړې دي، چې په درنو وسلو سنبالې دې.

بغلان کې د مدني ټولنې د ادارې رييس عاطف عارفيان پر دولت تور لگولی، چې د طالبانو د خوځښتونو په اړه بې غوري کوي او د هرې بدې پايلې د رامنځته کېدو پړه به پر دولت وي.

د اندراب د قومونو د شوری رييس ډاکټر محمد نصير مدبر د بغلان د خراب امنيتي حالت په اړه ويلي، د بغلان- پلخمري، پلخمري – سمنگان او پلخمري- دوشي لويه لار د طالبانو تر گواښ لاندې ده او دولت يې په اړه بايد ارام کښېنني، بلکې امنيت دې تامين کړي.

طالبانو ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمې له ډېرې مودې راهيسې له دولته نيولې دي او په ازاده توگه فعاليت کوي.

د بغلان د امنيه قومندانۍ سرپرست سمونوال عبد الرشيد بشير هم دغه خبرې تاييد کړې دي، هغه ويلي دي، طالبانو له کندزه له لسو ډېر جنگي وسايط هم بغلان ته رالېږدولي دي او د پخواني بغلان په سيمو کې يې ځای پر ځای کړې دي، خو په وينا يې، ډېر ژر به په دې سيمو کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پيل کړي.