------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

چند سوال حسن «گران» از لارنس ملاصبور

بګذار افغانستان بحیث موزیم تاریخ باشد ، وبحیث موزیم قرون وسطی حفظ ګردد. (ازارشادات محترم والد ملاصبور)


زه د (لارنس) په مدرسه کی دروزل شوی انګلیسی مأب بر ګټی ملاصبور نه څلور پوښتنی لرم:
۱- محمدعلی جناح چی هم ږیره خیریله ؛ بی دینه ؤ اوکه نه؟
۲- تاسو اشاره وکړه چی دغازی امان الله خان نه وړاندی ټولو پادشاهانو ږیره اوعمامه درلوده اونوموړی لومړنی بی دینه پادشاه ؤ چی ږیره یی وخریله ؛ مګر ستاسو خبره بیخی کره اورښتیا ده ځکه همدا ږیره ورواوعمامه پوشو پادشاهانو مګر دلوڅو اوبربنډو نا محرمو شځو لپاره دشیدواوشرابو حوضونه نه درلودل دغازی امان الله خان دپلار امیر حبیب الله خان په ګډون ؛ همدارنګه حتی ستا هغه سپیڅلو!!! ددی لرغونی هیواد نه دپنځوسو زرو نه زیات ښایسته هلکان اوانجونی دیرغمل په توګه دعیاشی اوفحاشی لپاره د مریی (غلام) او وینڅی(کنیزی) په توګه نه دی وړی ؟ راځه که په تاریخ پوهیږی چی درسره مستند بحث وکړم.
۳- ته جناب دا ټول مصرفونه د ګمراه کیدونکو ښوونڅیو ، پوهنتونونو ، رادیوګانو ، تلویزونو او ددی ګمراه کیدونکو مجلسونو دجوړولو لپاره دکوم منبع نه پوره کوی ؟ 
۴- ته دا هغو کسانو د (دینی هویت ) په هکله ولی څه نه وایی چی نوزاده ماشوم دوه څیری کوی ، ددی وطن څوان اوسپین ږیری پربمونو باندی الوزوی ته مهربانی وکړه ددی اعمالو شرعی تجویز معرفی کړه ؟
دهیواد ځوانانواونوی نسل ته !
دانګلیس داستخباراتو مذهبی طراح ، آیرلندی (لارنس )دنړیوالی لومړی جګړی څخه وروسته ددین اومذهب په جامه ترکان دعربستان څخه وایستل اوپرڅآی یی انګلیسان په سیمه کی ځای پر ځای کړل اوبیا همدا (لارنس ) یی میرام شاه ته راوست چی دهغه څایه دغازی امان الله خان دنسکورولو پلان دهمدی ډول خبیثو اورزیلوعناصر و پواسطه تنظیم کړی. 
ځکه نو اوس (۸۶) کاله وروسته په یویشتمه پیړی کی د چټک معلوماتی تکنالوژی په عصر کی بیا یوخرڅ شوی او جاسوس څیره راپورته کیږی اووغواړی چی دهیواد ویاړلی تاریخ مسخه کړی اومونږ ورته غلی اوبی تفاوته پاته کیږو دانو پدی معنی ده چی دا ملت دپرمختګ جوهر اووړتیا نه لری نو ښه به همدا وی چی همداسی دمنڅنیو پیړیو په نا پوهی (جهل )، لوږه (فقر) ، تباهی کی ژوند وکړی. لکه چی دملاصبور ناسکه پلارپه پورته ډول ویلی ؤ