------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

طالبان: جنایتکاران جنگی را عفو میکنیم.

خبرگزاری تاند گزارش کرد.
اشاره: این کوچک نوازی طالبان این شبهات را ایجاد می کند که گویا این گروه، خون هیچ بشری را برزمین نریخته است!


ویل کیږي چې دا خبرې په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي شېرمحمد عباس ستانکزي د پګواش په یوه وروستۍ غونډه کې، چې په قطر کې جوړه شوې وه،‌ وکړې.

په کابل کې د طالبانو د ډلې یوه پلوي نظرمحمد مطمئن خپله فیس بک پاڼه کې یاده کړې ده چې ښاغلي ستانکزي د پګواش په غونډه کې ویلي دي چې پخوانيوجهادي مشرانو ته چې افغانان یې په کورنیو جګړو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې، د لسګونو زره کابل ښاریانو د وژنې او د کابل ښار د ورانونې له امله جنګي جنایتکاران ګڼي، بخښنه کوي او وایي چې د هغوی هملاري دي.‌

د ستانکزي له خولې را نقل شوي دي چې هغوی به له غرب څخه راغلي مسلکي کسان چې ډېری افغانان یې د وطن د جوړونې په برخه کې یوه هیله ګڼي په دې پلمه ووژني چې ګویا هغوی سیکولران دي.‌

د پګواش له غونډې څخه لیک شوي خبرونه وایي چې کله چې د شمال د پخوانۍ طالب ضد ټلوالې یوه غړي حسام الدین د جنګي جنایتکارانو د عفوې په هکله د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرې واورېدې خپل مایک یې روښانه کړ او ویې ویل چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد له پاره دې په غونډه کې فاتحه وشي.‌

د سي آی ای د چارواکو له خوا یو شمېر خپاره شوي اسناد ښیي چې،‌ په متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو پسې چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرضد هوایي حملې پيل کړې د سي آی ای یو شمېر جګپوړي چارواکي افغانستان ته راغلل چې د پخوانۍ شمال ټلوالې له چارواکو او په ځانګړې توګه محمد قسیم فهیم،‌ عبدالرب رسول سیاف او جنرال دوستم سره یې وکتل، پیسې او تجهیزات یې ورکړل او د طالبانو پرضد یې د ځمکنیو ځواکونو په حیث وکارول چې په زرونو طالبان او د طالبانو په نامه عادي پښتانه یې یا ووژل او یا یې امریکایانو ته په لاس ورکړل چې ګڼ شمېر یې په مرګوني ډول شکنجه هم شول.‌

بل لور ته بیا د طالبانو تر ولکې لاندې اکثرو پښتون مېشتو سیمو کې ښوونځي شاړ پاتې شول چې له امله یې له ګڼو ولسوالیو څخه هېڅ زده کوونکی نه دی توانېدلی چې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتوني زده کړو ته لاره ومومي په داسې حال کې چې د نورو سیمو له ښوونځیو څخه په سلګونو او زرګونو نجونې او هلکان پوهنتونونو ته داخلېږي، او په بېلابېلو تعلیمي څانګو کې ماسټرۍ او دوکتوراوې کوي.

د سیاسي چارو پوهان پوښتنه کوي چې که چېرې طالبان د هغو کسانو پر ضد چې ولس یې جنګي جنایتکاران ګڼي او محاکمه یې غواړي څه ستونزې نه لري، دا خلک خو د طالبانو د نظام له نسکورېدلو څخه وروسته تر ننه پورې نه یوازې په واک کې دي بلکه له همدې لارې په مالي او میډیایي مافیاوو باندې واوښتل، بیا نو طالبان په کوم دلیل ملکي خلک، د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه په نښه کوي او وژني یې.