------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

در حال بارکردن…

ه‍.ش. ۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

هشدار حکمتیار به جمیعت و دکترعبدالله

«موږ په سختو شرایطو کې سوله وکړه او دا د اسلامي حزب لپاره یو بری دی ځکه چې دغه ګوند متبادل نه درلود.»
 
ازین مصاحبه استنباط می شود که حکمتیار نه برای کرسی و جایگاه بلکه برای سهم گیری در پروژه سرکوب جمیعت و شورای نظار، به جویدن بادام تلخ مصالحه با رژیم تحت حمایه کفار رضا داده است.
 

 
تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امنیت په راوستلو کې له دولت سره مرسته کوي.
 
ښاغلي حکمتیار له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې، چې تېره شپه خپره شوه، وویل، له تور لیسته د خپل نوم د لېري کېدو یا نه لېري کېدو پروا نه لري ځکه چې نه بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي او نه په بهرنیو بانکونو کې پیسې لري.
حکمتیار وویل چې له القاعده او طالبانو سره اړیکې نه لري او په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې به خپل کاندیدان معرفي کړي.
 
حکمتیار طالبان د پردیو له لوري ایجاد شوي وبلل او ویې ویل چې هغوی عملاً له حزب اسلامي سره جنګېږي.
 
وروسته له دې چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه، طالبانو په میدان وردک او څو نورو ولایتونو کې د حزب اسلامي پر غړیو او قوماندانانو بریدونه وکړل.
 
حکمتیار د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځان د کاندیدولو احتمال رد کړ ځکه چې د ده په وینا، نه یې ګاونډیان مني او نه لوی قدرتونه.
ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان حالاتو ته په کتو به پرېکړه وکړي خو د ولسمشر په توګه به د کوم کاندید ننګه وکړي.
ښاغلي حکمتیار شمشاد تلویزیون ته د افغانستان د امنیت په اړه وویل، حکومت باید د امنیت راوستو لپاره جدي اصلاحات وکړي، یو شمېر ډلې شته چې نه غواړی سوله راشي.
ده د افغانستان له دولت سره د حزب د سولې په اړه وویل، «موږ په سختو شرایطو کې سوله وکړه او دا د اسلامي حزب لپاره یو بری دی ځکه چې دغه ګوند متبادل نه درلود.»
حکمتیار بې له دې چې د چا نوم واخلي، وویل«هغه کسان چې د جان کیري په منځګړتوب د افغانستان په حکومت کې شریک کړای شوي، له دې سره سره چې کمزوري دي او خپل ضعف یې وښود باید په حکومت کې پر خپل حضور تاکید ونه کړي.»
 
ده د قدرت له انحصار سره هم مخالفت وکړ او د بهرنیو الوتکو له لوري یې د بېګناه ملکیانو وژنې وغندلې.
حکمتیار د افغانستان روانه جګړه د بهرنیو استخباراتي ادارو له لوري پر افغانستان تپل شوې وبلله.
 
ده دا هم وویل چې په حکومت کې د ونډې غوښتونکی نه دی خو له حکومت سره د افغانستان په خاطر همکاري کوي.
د اسلامي حزب مشر وویل چې له حکومت سره په غزني، کندوز، ننګرهار، میدان وردک اوڅو نورو ولایتونو کې د امنیت په راوستلو کې مرسته کولی شي او په خپله به د کابل په یوه څنګلوري ولایت کې مېشت شي.
ده د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ دفاع وکړه او ویې ویل چې حزب اسلامي هیڅوخت د نجونو له تعلیم او کار سره مخالفت نه دی کړی.
سره له دې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې حکمتیار د دولت په مخالفه جبهه کې و او د ده د ګوند یو شمېر غړي د دولت همکاران ول او جلا مشران او ډلې یې اعلان کړې خو اوس ټول په یوه خول حکمتیار خپل امیر بولي.