-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۵ دی ۲۳, پنجشنبه

به کوری چشم کسانی که می گویند این بنده خدا به ملت کار نمی کند!

اجراییه ریاست تعویذگرو او کوډگرو ته لایسنس ورکوي
نیلاب شینواری- برگرفته از روزنامه آنلاین زلاند



د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ریاست د بلخ په مرکز مزارې شریف کې له مودې را په دې خوا د تعویذگرو او کوډگرو د له منځه وړلو کار شروع کړی چې په ځینو برخو کې اجراییه ریاست د دوی د کار پر وړاندې خنډ گرځېدلی دی.

د مزارې شریف د حج، ارشاد او اوقافو ریاست مشر تیره ورځ رسنیو ته ویلي چې یوه تعویذگر چې د دوی له لورې یې دکان له منځه وړل شوی وو د اجراییه ریاست نه یې مکتوب تر لاسه کړی چې له موږ نه په کې غوښتل شوي چې د ده د کار مخه ونه نیسو.

د اوقافو د ریاست مشر دغه راز زیاتوي چې هیڅ مکتوب به د دوی د کار مخه ونه نیسي او دوی به چاته اجازه ورنه کړي چې په مزارې شریف او د بلخ په نورو سیمو کې د کوډو او تعویذ کارونه پر مخ بوځي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه د اجراییه ریاست له ویاند مجیب رحیمي سره مرکه کړې، رحیمي په دې اړه ویلي چې د اجراییه ریاست له لورې داسې کوم مکتوب نه دی لېږل شوی او که لېږل شوی هم وي نو دوی کوښښ کوي چې بېرته یې راوغواړي او د دې کار مخه ونیسي.

دوه کاله وړاندې د کابل په شاه‌دوشمشیرې ولي مخې ته نامعلومو خلکو د فرخندې په نامه یوه انجلۍ په دې ووژله چې گواکې د قرانکریم بې حرمتي یې کړې خو وروسته بیا معلومه شوه چې د فرخندې په وژنه کې د سیمې تعویذگرو لاس درلود. له دې پېښې وروسته د اوقافو وزارت مسوولینو د تعویذگرو له منځه وړلو هڅې شروع کړې چې په مزارې شریف کې له دې پیښې سره مخ شول.