-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه

هیولایی به نام چین را با این موش ها می ترسانند.

داعش: چین کې به د وینو ویالې وبهوو!
منبع خبری زلاند گزارش کرد.



د داعش وسله والې ډلې په یوه تازه وېډیو کې په لومړي ځل چين ته ګواښ ګړی چې د وينو ویالې به ورکې و بهوي.
د ار ټي خبري اژانس د راپور له مخې پرون د چهارشنبې په ورځ د داعش ترهګرې ډلې په یوه ويډیوييز پيغام کې له عراقه چين ته ګواښونه کړي.
دغه وېډيو چې ګڼو وېبپاڼو راخېستې، په کې د اېغور لګکیو څخه یو تن ښکاري چې چاړه يې په لاس ده او یو سړی د جاسوسۍ په تور حلالوي.
دغه اېغوری سړی وايي « هغه چینایانو چې په خبره نه پوهیږئ، موږ د خلافت سرتيرې در را روان یو او د وسلې په زور به مو په خبره پوهه او د مسلمانانو په غچ کې به د وينې ویالې وبهوو». 
د «ډيلي میل» ورځپاڼې هم یوه ديرش دقیقه ييزه وېډیو خپره کړې، چې په منځني ختيځ کې چينايي ترهګر او د دوی ماشومان هم ترسرګو کیږي چې د جګړې، له ځان څخه د دفاع او د وسلې د استعمال چلونه په کې زده کوي.
چين څو ځله خبرداری ورکړی چې د شينکاینګ او د هېواد نورو سیمو کې د ترهګريز بریدونو تر شا له هېواده بهر د نورو خلکو لاس دی.
د چين ملي امنیت ویلي چې له ۱۰۰ زیات ایغوریانو په ۲۰۱۵ز کې ترکيې، عراق او سوريې ته مخه کړې، څو هلته له سخت دریزو سره یو ځای شي.