-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

عاملان پشت پرده انفجار چهار راهی زنبق مشخص شد


استخبارات جرمنی اعتراف می کند که پنج ماه پیش از جزئیات کامل انفجار تانکر هزار کیلویی خبر داشت.
اشاره: آن ها اطلاعات خود را با شبکه های امنیتی افغانستان شریک نکردند اما حالا برای مبارزه با هیچ، عسکر بیشتر می آورند.



خبرگزاری تاند: نوي راپورونه ښيي، چې د المان استخبارات د کابل د وروستي خونړي بريد له ترسره کېدو ۵ مياشتې وړاندې خبر وو او ان په دې پوهیدل چې دا بريد به د فاضله موادو د ويستلو د يوه ټانکر په وسيله ترسره کیږي.

له يوه راپور سره سم د المان استخباراتي شبکې يوه مياشت وړاندې د دې بريد په اړه لومړني شواهد ترلاسه کړي وو.

«ار بي بي- انفور راډيو» د استخباراتي کړيو په وينا خبر ورکړی، چې د المان استخباراتي شبکې په دې اړه خبرداری ورکړی و، تر دې چې دا هم معلومه وه، چې دا بريد به څه ډول سر ته رسیږي.
د روان کال د غبرګولي په لسمه په ترسره شوي دغه بريد کې لږ ترلږه ۱۵۰ افغانان ووژل شول او نږدې ۵۰۰ نور ټپيان شول، چې ډېری يې غيرنظامي کسان وو. بريد د المان د سفارت مخې ته ترسره شوی و.

سرچينې ویلي، چې «اېم ای ډي» يا د المان استخباراتي شبکې د جنورۍ په اتلسمه، يعنې پوره پنځه مياشتې وړاندې د دې بريد د طرحې په اړه معلومات ترلاسه کړي وو او همغه مهال ويل شوي و، چې د فاضله توکو د ويستلو په يوه ټانکر کې به چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کیږي او چاودول کېږي. وروسته بيا هم خبرداري ورکړل شوي وو.

د دې راډيو له راپور سره سم چاودېدونکي توکي له هغه لس برابره ډېر و، چې خلک ته وښودل شو. دغه توکي ۱۰۰۰ کيلو نه، بلکې ۱۰ زره کيلو ګرامه وو.