-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

یک مخالف «ستاره افغان» بالای دختر خود تجاوز جنسی کرد


خبرگزاری تاند گزارش کرد.
پزشک، مادر دختر و خود دختر شاهد وناظر اقرار کرده اند.



د هرات ولایت امنیه قومانداني وايي، په انجیل ولسوالې کې د یوه جومات ملا امام پر خپله ۱۹ کلنه لور جنسي تیری کړی دی.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، ملا هغه وخت ونیول شو چې نجلۍ پولیسو ته شکایت وکړ.
وروسته دواړه د تحقیقاتو لپاره روغتون ته ولیږل شول څو څرګنده شي چې ایا ملا پر خپلې لور جنسي تیری کړئ او که نه دی.
ډاکټرانو تایید کړه چې پر نجلۍ جنسي تېری شوی دی.
د نجلۍ مور هم اقرار کړی چې له ډیره وخته د دې پر لور د خپل پلار له لوري جنسي تیری کیږي خو دې له شرم او ډاره خبره پټه ساتلې وه.
د هرات امیه قومانداني وايي چې تیر کال هم د یوه ملا امام له لوري پر خپله لور د جنسي تیري دوسیه ثبت شوې وه چې وروسته پر ملا لګیدلی تور ثابت شو.
د خبر رالیږونکی: احمد فضلي