-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۶ آذر ۱۰, جمعه

پاکستانی پوځ وايي، پېښور برید افغانستان کې پلان شوی

خبرگزاری زلاند

نن سهار د ځايي وخت پر مهال نږدې نهه بجې د پېښور کرنې پوهنتون پر يوې اداري خونې او لیليې باندې درې وسله والو کسانو برید وکړ چې پایله کې يې د وسله والو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او نږدې څلوېښت تنه نور ټپيان شول.

د برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې او ويلي يې دي چې برید يې د پاکستان پوځي استخباراتو (ای ايس ای) پر یوه مرکز کړی دی.

بل خوا، د پاکستان پوځ بیا وايي چې دغه برید افغانستان کې پلان شوی و. د پوځ ویاند اصف غفور ويلي چې افغان پوځ دې په خپله خاوره کې ترهګر له منځه یوسي.

غفور زیاته کړې چې اسلام اباد کې يې افغان پلاوي ته د ننني برید په اړه شواهد سپارلي دي. غفور له افغانستان سره د همکارۍ کولو ژمنه را تازه کړه.