-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۸ فروردین ۱۸, یکشنبه

او این جاست... پشت پلک های ما

د استاد اسد نښه په کابل کې!
وفا سمندر، آئینه دارِ روحانیت فرهنگ و ادب چنین نوشت:



نه وایم، چې دا یو زه یم، چې استاد اسد آسمایي مې د افغانستان د معاصر فلسفي لوست او تدریس پر ډګر، مطرح استاد پيژندلی او منلی دی. ډېر نورو یاران دوستان شته، چې ښایي تر ما هم زیات د استاد د تشې درد احساسوي. 
ټول به ووایو: د استاد روح دې ښاد وي. 
خو اوس د استاد اسد قدرمنه مېرمن، فوزیه آسمايي او د استاد اسد یوازنی زوی، میلاد آسمایي کابل کې دي!
د استاد اسد اسمایي کورنۍ د هغه ټول کښل شوي اثار او ذهني- فکري پانګه ځان سره راوړې. او غواړي دا پانګه وسپړل شي، د چاپ پر ګاڼه جوړه، او مینوالو ته ورسېږي.
ټول یاران دې خبر وي. هیله ده بله ورځ دا ګیله پورته نشي، چې کاش خبر وای!
اجازه راکړئ ووایم، چې د استاد اسد حق د فکر، ادب، هنر او فلسفې پر هر لاروي دی.
دا هم د میلاد جان آسمايی د تیلفون شمېره: ۰۷۸۶۷۰۰۱۶۶
میلاد جان نه مې وغوښتل خپل عکس را واستوي، خو هغه ووېل، چې نه د پلارجان عکس مې ورسره خپور کړئ.
مینه مو په برخه
وفا سمندر