-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

درانی ها این بار اشرف غنی را سرنگون می کنند

د ستر ملي قاید ميرويس خان نيکه او لوي امپراتور احمد شاه بابا، غازي امان الله خان، عليحضرت محمد ظاهر شاه خان، شهيد سردار محمد داود خان څخه بيا تر اميرالمومنين ملا محمد عمر ، پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني پوري د ټولو پاچاهانو ملا د کندهار په زړه يعني خرقې مطهري کي د کندهاري مشرانو او د خرقې شريفي د متوليانو لخوا تړل سوي او پر افغانستان د پاچاهي او نړي سره د سياست کولو پخاطر د کابل په لور را استول سوي دي.
#يادونه: هر وخت چې به ياد مشران د کوم مشکل او مصيبت سره مخامخ کيدل نو کندهار ته به د خرقې مبارکي په لور تلل او هلته به يي الله ج ته دعا او د مشرانو سره صلاح او مشوري کولي. نن حالاتو ته په کتلو سره دا موضوع مي اړينه وبلل چي پر حکومتي چارواکو، طالبانو، سياسي احزابو، قومي او ولسي مشرانو دا غږ وکړم چي خپل د پلار نيکه تير تاريخ ته په کتلو او يادولو سره ټوله تر شخصي او تنظيمي ګټو تير سي او د لوي احمدشاه بابا " ابدالي " کور کندهار ته تشریف راوړی، او د سولي لپاره خبرې او هلي ځلي د خرقې مطهري څخه پل کړي. تر څو د مظلوم ولس وينئ دريدلي او د ګران هيواد افغانستان خپلواکۍ، استقلايت ساتل سوي او د تل لپاره يوي با عزته سولي ته ورسيږو.

                                 په درنښت 
         ستاسي کشر ورور ډاکټر نصير احمد ارغندابي