-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

روزنامه ویسا چاپ کابل جزئیات متفاوتی از نبرد هلمند نشر کرده است؛ بدین شرح:

 

هلمند، د بې پایانه غمیزو ټاټوبی

ویسا 17 ساعتونه مخکې سرمقاله تبصره پرېږده 74 لیدنې



هلمند ته خپل حُسن اور ګرځېدلی. له څو ورځو راهیسې جګړو د دغه ولایت د مرکز په څنډو کې زور اخیستی. شنبه او یکشنبه جګړه دومره د لښکر ګاه مرکز ته را نږدې شوه چې خلکو ترې کډې بار کړې او د خپلو خپلوانو کره نسبتاً آرامو سیمو ته ولاړل. د حکومتي قوتونو په ځوابي عملیاتو کې زیات شمېر طالبان ووژل شول. هوايي بریدونو په مکمله توګه د طالبانو پرمختګ ودراوه. ویل کیږي امریکایانو هم په هوايي بریدونو کې د حکومتي پوځیانو ملاتړ وکړ. د طالبانو تلفات په دې هم زیات دي چې له څه مودې راهیسې طالبانو د خپل واک لاندې ولسوالیو کې ځوانان هم په زور او هم د «غنیمت» په طمع د جنګ میدان ته راولي. دغه ځوانان چې د جګړې له تکتیکونو سره نا اشنا دي د حکومت د ځوابي بریدونو په مقابل کې وارخطا کیږي او زیات تلفات ورکوي.

له هلمند څخه خبرونه وايي همدا اوس د لښکرګاه ښار په څنډو کې د طالبانو جسدونه پراته دي او ددغې ډلې قوماندانان په دې بهانه چې ګواکې هوا سړه ده او اجسادو ته زیان نه رسیږي خپلې جنازې نه انتقالوي، خو ددوي اساسي تشویش دا دی چې دوی له کلیو د «غنیمت» به هیله ځوانان را وستلي او دا ډاډ یې ورکړی چې ګواکې امریکایان د حکومت په ملاتړ پر دوی عملیات نه تر سره کوي، طالب قوماندانان اوس جرأت نه کوي د جنازو دغه کاروان بیرته د هغو کلیو په لوري ور روان کړي.

هلمند د افغانستان یو حاصل خېز او د طبیعي شتمنیو او معدني زېرمو له لحاظه بډای ولایت دی. له انقلابونو وړاندې امریکایانو دلته زراعتي او عمراني مهمې پروژې پیل کړې وې. هغه وخت لښکرګاه کوچنۍ امریکا بلل کېدله. کله چې جګړې او انقلابونه پيل شول هلمند د مخدره موادو د تولید او قاچاق مرکز شو. اوس تر هر ولایت زیات کوکنار په دغه ولایت کې کرل کیږي، د هيرويينو فابریکې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې دلته را انتقال شوې او د ایران او پاکستان له لارې د دغه ولایت تولید شوي تریاک او هیروئین غربي نړۍ ته صادریږي. د هلمند ارزښتناکه معدنونه په ډېره بې رحمۍ او په غیر مسلکي بڼه استخراجیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي. د پاکستان زیات شمېر سیاستوال او پوځي صاحب منصبان په دغه کاروبار کې شریکان دي. دوی په خپلو فابریکو کې دا مواد پخوي او بیا یې لویدیزو هیوادونو ته صادروي. په دې توګه هلمند د طالبانو او دولتي او غیر دولتي مافیا لپاره د شیدو په غوا بدل شوی دی. په هلمند کې د نادره عناصرو معادن په زیاته اندازه موجود دي. لیتیم او یورانیم په ښکاره د امریکایانو د علاقې وړ مواد بلل کیږي. شاید داسې نور عناصر هم په دغه ولايت کې موجود وي چې افغانان د اوس لپاره ترې ناخبره دي. له ستراتیژیک لحاظه هلمند هم ایران او هم پاکستان ته مهم دی. د هلمند اوبه، د هلمند پراخې اراضي او معادن د ایران لپاره مهم دي. د هلمند جغرافیايي موقعیت چې د ګوادر بندر ته نیږدې دی او د خليج هيوادونه له دغې لارې په ډيره اسانۍ مرکزي آسيا پورې ځانونه رسولاي شي، معادن او پراخه ساحه يې د پاکستان لپاره مهم دي. د هلمند مخدره مواد د امریکا، انګلستان، ایران او پاکستان د پټو او غیرقانوني عملیاتو د تمویل لپاره مهمه منبع ده. هلمند د جګړو له پیل څخه، خصوصاً له دوو لسیزو راهیسې چې د امریکا جګړه دلته پیل شوې د اور په لمبو کې سوځي. په اوايلو کې د ناټو په ویش کې هلمند د انګریزانو په برخه رسېدلی ؤ، انګریزانو دلته خپل ټول شیطاني مهارتونه په کار واچول. دوی له امریکایانو سره په ګډه پټ زندانونه جوړ کړل چې احتمالاً هغه ځوانان به یې چې په مختلفو تورونو بندیان کړي وو ځانمرګو بریدونو ته په همدغو زندانونو کې روزل. انګریزانو ډېره هڅه وکړه د هلمند په خلکو کې قومي تفرقه واچوي. انګریزانو په هلمند کې د خپلو طالبانو د ډلو د ایجادولو هڅې وکړې، پخواني ولسمشر په کال ۲۰۰۷ کې انګریز «مایکل سمپل» په همدې تور له افغانستانه اخراج کړ. همدا اوس په حکومت کې ځینو کړیو د امریکایانو او انګریزانو په مرسته په «سنګوریانو» مشهور ملیشه قوتونه جوړکړي چې له هر ډول قانون څخه ځان اوچت بولي. خلاصه هغه ښکلی هلمند چې د افغانستان زرخیز او آباد ولایت ؤ نن د جنګونو له امله او د لویو او کوچنیو هیوادونو د ستراتیژیکو ګټو لپاره حد اقل دا شل کاله راهیسې د اور په لمبو کې سوځي. هلمند ډېر حُسنونه لري خو همدا حُسنونه یې دي چې ورته بلا ګرځېدلي دي.