-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

جستجوی این وبلاگ

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

«انتحاری جهانی» در روغتون نا آرام شده است!


تخلصش «جهانی» است؛ اما می گوید: مسعود دشمن پشتون ها است!

 اشاره: توجه فرمائید که دربیرون از روغتون چی کار هایی از دست این آدم سرزده! از کمالات باری جهانی یکی هم این است؛ در زمانی که وزیراطلاعات و فرهنگ مقرر شده بود، مدعی بود که آثار ایرانی را به دری ترجمه خواهد کرد!




سرنگاشتی از قلم فیاض مهرآئین 

یادآوری:

آن چه در ذیل این فرسته فراچشم شما قرار دارد پیامی است از جانب شاعر نامور کشور، ناظم سرود ملی کنونی جمهوری اسلامی افغانستان و وزیر پیشین اطلاعات و فرهنگ افغانستان که در ادبیات پشتو ید طولا دارد،عمری را در غرب زیسته و از زمرهء شخصیت های متفکر و دانشمند افغانستان به حساب می آید.

لطفن پیام را بخوانید و بدون درشت گویی دیدگاه تان را شریک سازید. و بگویید که تا چه حد میتوان به آیندهء صلح آمیز این سرزمین امیدوار بود!

پر هیواد د روان ناورین خبرونو پر خاوره او ولس مین شاعر ښاغلی عبدالباري جهاني په روغتون کي نارامه کړی دی؛

د ماتو ه‌‌‌‌‌‌ډوکو د دردونو په هېرولو او زخمي وجود یې خپله اندېښنه او هیله تر خپلو هیوادوالو د رسولو په موخه د تلیفون په پيغام کي، رالېږلي دي، چي د عکس سره یوځای یې تر تاسي پوري رسوو.

[د پاڼی چلوونکی]


بسم الله الرحمن الرحیم

درنو او ګرانو دوستانو السلام علیکم و رحمةالله!

ستاسي د دُعا له برکته مخ پر جوړېدلو یم. تاسي ټول دي خدای جوړ او سلامت لري.

لکه څو ځلي مخکي چي مو ویلي وه امریکا او متحدین یې نه زموږ په بلنه افغانستان ته راغلي او نه زموږ په خوښه وزي. دادی د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ولیکل چي امریکا او فرانسې له افغانستان څخه د وتلو سره سم او حتی له وتلو مخکي د هیواد او په تېره بیا پښتنو د دښمنانو لکه د مسعود او نورو جنګسالارانو د زامنو په تقویه کولو لاس پوري کړی دی. دا د ټول افغانستان د ثبات او نېکمرغۍ دښمنان دي او که خدای مه کړه د غرب دا دسیسه بریالۍ سي نو افغانستان به په پېړیو د نېکمرغۍ مخ ونه ویني.

زه د افغانستان د اوسني حکومت سره جوړ نه یم او ځکه مي له وزارت څخه هم استعفا وکړه. مګر په اوسنیو شرایطو او د غرب د دونه ظالمانه دسیسو په مقابل کي د اوسني نظام حمایه کول د وطن، ولس او ارزښتونو په ګټه بولم.

درنو دوستانو!

افغانستان د خپل تاریخ په تر ټولو حساسه مرحله کي دی. ستاسي یووالی ېې یوازنی او لومړنی علاج دی. که پخپله د یوه واحد، پر ځان تکیه او مسئول ملت په توګه د خپل برخلیک په هکله اقدام ونکړو، پر پردو تکیه هیڅکله زموږ ثبات نه سي تضمینولای.

راسئ ټول راټول سو او په یوکېدلو سره خپل ګران هیواد د دې خطرناکي تاریخي آزمېیني څخه په بریالیتوب سره را وباسو. د ټولو هغو کسانو مخونه تور کړئ او لعنت ورباندي ووایاست چي تاسي پر قومونو، سمتونو او لهجو باندي وېشي. حق متعال دي ستاسي او مظلومو اولسونو ملګری وي.

ستاسي سپین ږیری ورور

جهاني